د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې نن دويمه او وروستۍ ورځ ده


د دوحې تر غونډې وړاندې په نيويارک کې د ملګرو امنيت شورا هم د افغانستان په اړه غونډې کړې دي ــ پخوانی انځور
د دوحې تر غونډې وړاندې په نيويارک کې د ملګرو امنيت شورا هم د افغانستان په اړه غونډې کړې دي ــ پخوانی انځور

نن (د مې دويمه نېټه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د هغې نړيوالې غونډې دويمه او وروستۍ ورځ ده چې طالبان نه دي وربلل شوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک پرون (د مې پر لومړۍ نېټه) ناوخته په یوه کنفرانس کې هغه اوازې او شننې رد کړې چې ګواکې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح کېږي.

دوجارېک وویل، په دې غونډه کې هڅه کېږي چې د افغانستان په تړاو، په تېره بیا د ښځو او نجونو په اړه د نړیوالې ټولنې نظر سره متحد شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ملګرو ملتونو ويلې چې په دې غونډه کې به د نړۍ بېلابېلو هېوادونو استازو ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې شي.

په دې غونډه کې چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان ګډون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG