د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين افغانانو ته وېزې ورکول بیا شروع کوي


په کابل کې د چين سفارت - انځور له ارشیفه
په کابل کې د چين سفارت - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې چين افغانانو ته وېزې ورکول پيلوي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د اپريل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې چين د روان کال د مۍ میاشتې له درېیمې نېټې څخه د ویزو ورکول بیا پیلوي. د وزارت تر مخه، هغه افغانان چې د چين وېزې غواړي، په کابل کې د چين سفارت ویبپاڼې ته دې ورشي او معلومات دې تر لاسه کړي.

تر اوسه پورې په کابل کې د چين سفارت په دې اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې البته پر ويبپاڼه یې د تعليم، سوداګرۍ، سیلګرۍ او نورو ویزو په اړه معلومات شته دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې په زور حکومت ونيو. د ځينو نورو هېوادونو په شان چین هم په سفارت کې کارونه وځنډول. د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې په کابل کې پر يوې چينايي مهمانخانې تر برید وروسته بیجينګ خپلو وګړو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی وو.

د چين په شمول هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه پيژني خو چارواکو سره یې تماسونو ته دوام ورکړی. اوسمهال چين د کابل په سفارت کې محدود ديپلوماتان لري خو په بېلابېلو وختونو کې یې ويلي‌ چې افغانستان سره تجارت زیاتول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG