د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان شماریاتو اداره وايي تر ۲۳ کروړه زیات خلک یې شمېرلی دي


په پاکستان لومړۍ بریښنایي او کمپیوټري سرشمېرنه د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې پيل شوه ـ پخوانی انځور
په پاکستان لومړۍ بریښنایي او کمپیوټري سرشمېرنه د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې پيل شوه ـ پخوانی انځور

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، په ډيجیټل (برېښنايي او کمپیوټري) سرشمېرنه کې یې تر ۲۳ کروړه زیات خلک شمېرلی دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وړوکي اختر د رخصتۍ له امله په هغه هېواد کې د سرشمېرنې عمل ځنډول شوی دی.

ادارې د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تر اوسه یې ۲۳ کروړه، ۵۳ لاکه، ۸۸ زره او ۸۹ کسان (۲۳۵،۳۸۸،۰۸۹) شمېرلي دي.

دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.

د شماریاتو د ادارې وياند سرور ګوندل ويلي دي د ډيجيټل سرشميرنې عمل د اختر تر رخصتيو وروسته د سرشمېرنې د څارنې کمېټۍ په رڼا کې بيا پيلوي.

هغه وویل، روانه سرشمیرنه او كور شمېرنه د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۵مې بنده شوې ده.

په پنجاب کې تر دې دمه تر ۱۱۶ مېلیونه زیات کسان شمېرل شوي او په سیند کې ۵۲ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي.

دا راز په خیبر پښتونخوا کې ۳۹ مېلیونه او په بلوچستان کې ۱۹ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي.

تازه شمېرې ښيي چې د ټول پاکستان ترڅنګ د کراچۍ او لاهور په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په پاکستان کې سږنۍ سرشمېرنه د هغه هېواد د تاریخ اوومه سرشمېرنه ده. دا د مارچ پر لومړۍ نېټه پيل شوې وه. ټاکل شوې وه چې سرشمېرنه به د مارچ تر پايه بشپړه شي خو وروسته دغه نېټه وغځول شوه.

په پاکستان کې دا لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه ده.

د شماریاتو ادارې ويلي‌، هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډونه لري، شماري او په اړه یې معلومات غونډوي. په ډېجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کېږي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصادي شمېرنه هم ده.

له دې سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې په کومو څانګو یا برخو کې د خلکو روزګار زیات دی، په کومو کې کم دی او حکومت باید کومو برخو ته زیاته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG