د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د سر شمېرنې پر لنډمهالي او لومړني رپورټ بېلا بېلو حلقو نیوکې کړېاو دا يې يو نامکمله او ناسمه شمېرنه ګڼلې ده. دا شان د پاکستان نرښځيانو او د دوی د حقونو لپاره کار کونکيو ادارو او تنظيمونو هم په دې اعتراض کړی چې په رپورټ کې د نرښځيانو سمه شمېره نه ده ښودل شوې چې له کبله یې د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د سرشمیرنې محکمې د مالوماتو ترمخه په پاکستان کې د نرښځيانو شمېرهلس زره څلور سوه اتلس ښودل شوې ده.

په پاکستان او په نړيواله کچه د نرښځيانو حقونو لپاره کارکونکې غیرسرکاري ادارې"دوجود" اېګزېکټیو ډایرېکټر ببلي ملک وايي هغوی دا شمېره نه مني ځکه چې سرشمېرنه کې د نرښځيانو سم شمېر نه دی اخېستل شوی او د تل په شان په هره شعبه کې نرښځيان له نظره اېستل شوي دي.

نوموړې زياته کړه چې د خپلو حقونو لپاره به سخته حکمت - عملي تر اختر پس ټاکې او دا د احتجاج لار هم کېدلی شي.

(زه خو د حکومت دا رپورټ نه منم ځکه چې دوي په پورا پاکستان کې د نرښځيانولس زره شمېره ښايي، زه په پنډۍ کې اوسېږم په کيانې روډ ځان له شپېته اويا ډېرې دي زموږ نو بيا دا څنګه پوره ملک کې لس زره کېدلی شي. موږ به خپله تګلاره تر اختر پس ټاکو په ملک کې چې څومره نرښځيانو ټولنه او مدني فعالان دي هغوي سره به کېنو او بيا به څه لاره راوباسو چې څنګه او په کومه طريقه حکومت او متعلقه ادارو ته احساس ورکړو چې دا خلک په دومره غټه شمېره کې دلته شته دی نو تاسو ولې غلط رجسټرېشن کړی.)

د شمارياتو ادارې د رپورټ په وېنا په پنجاب صوبه کې د نر ښځيانو د ټولو زياته شمېره شپږ زره اووه سوه نهه دي. دویم ورپسې په سیند صوبه کې دوه زره پنځه اووه ویشت په خېبر پښتونخوا کې ۹۱۳ او په بلوچستان کې دا شمېره ۱۰۹ ده.

رپورټ ښايې چې په قبايلي علاقو کې ۲۷ او په اسلام اباد کې ۱۳۳نرښځيان ژوند کوي. خو بل خوا د نرښځيانو دا دعوی کوي چې د دوی شمېره په لکونو کې ده.

د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکې غيرسرکاري ادارې "ټرانس اېکشن"مشر قمر نسيم وايې چې څه د حکومت زړه خوښۍ نه لرلو/ دلچسپي نه لرلو او څه د نرښځيانو د خپل شناخت نه ښودولو له وجې سمه شمېرنه مخې ته نه ده راغلې.

دی زياتوي چې بل خوا دا خبره هم د منلو نه ده چې د نرښځيانو شمېره لس زره ده ځکه چې يواځې په خېبر پښتون خوا کې تر ۵۰ زرو پورې نرښځيان ژوند کوي.

((موږ چې کله د نر ښحيانو خبره کوو نو د ځکومت په نظر کې نر ښحيان هاغه دي چې کوم په ډيرو کې يا داسې نور د دي اوسېدو ځايونو کې وسېږي يو ګورو يې وي او يو خپل روايتي حايې کې وسېږي او نڅا کوي او د قحو جامې اچولوې وي نو هاغه نر ښځې دې خو زموږ په نظر کې نر ښځې يو صنفي(جينډر) شناخت دې او زه خو ايم چې پاکستان کې که داسې وخت راشي چې دوي ته قانون او ايني تحفظ ورکړي شي نو د دوی شمېره زياته کېدلی شي.))

د پېښور اوسېدونکې د نرښځيانو د حقونو مبارزه کونکې آرزو مشال ريډيو ته ووېل چې حکومت د دوی حیثيت او شناخت نه مني نو دوی ته به حقونه څه ورکړي.

((دوی چې موږ ته پیژندګلو نه راکوي نو حقوق به څنګه راکوي، دې خو دا مطلب ښکاري چې دا پیسې موږ ووهو. موږ ته نه مخکې حقوق ملاو شوې دي. نه راته چا د انسانیت په توګه کتلې دي او نه چا څه راکړې دي او نه موږ لپاره څه فنډ او څه وظیفه منظوره شوې دې. په وړومبي ځل دا کار اوشو او دوي له ځانه شمیره جوړوي نو د چا کړې دې، دوي دې موږ سره کیني او اودې وایې چې دا شمیره موږ مالومه کړې ده او به کومه طریقه مو مالومه کړې ده. بله دا چې د سرشمیرنۍ په اړه ما له څوک نه دې راغلی.))

په ملک کې ۱۸ کاله پس کېدونکې سرشمېرنه کې د پاکستان سپريم کورټ په امر شمارياتو ادارې د ملک په تاريخ کې په لومړې ځل د نر ښځيانو لپاره ځان له خانه هم شامله کړې وه.

د شمارياتو ادارې عبوري او ابتدايي رپورټ ترمخه اووه زره شپږ یو پنځوست نرښځيان په ښاريو او دوه زره اووه سوه اووه شپېته په کلو کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG