د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او شکنجې پرضد احتجاج شوی


بنو کې د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او شکنجې پرضد احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د خيبر پښتونخوا په بنو کې ځايي خبريالانو د نامعلومه کسانو له خوا د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد کولو ضد احتجاج کړی دی. خبريالانو غوښتنه کوله چې د ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد په اړه دې پلټنې وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونيول شي. د اپرېل پر ۱۹مه په بنو کې نامعلومه کسانو ګوهر وزير په سپينه ورځ او په ډک بازار کې د خلکو په مخ کې په زوره برمته کړ او د ۳۰ ساعتونو تر بند او تشدد وروسته يې خوشې کړ. نوموړی وايي چې برمته ګرو هغه ته د مرګ دړکې هم ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG