د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب چارواکي: په صفري نقطه کې د پاکستاني ځواکونو د حرکاتو مخنیوی شوی


د افغانستان په ننګرهار ولايت کې طالبان (ارشيف)
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې طالبان (ارشيف)

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې طالب چارواکي د دغه ولایت په لالپورې ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته نېږدې د خپلو ځواکونو د تیارسئ خبر ورکوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړی او له ځانه سره وړی دی.

په خبرپاڼه کې چې نن (د ډېسېمبر ۲۱مه) مشال راډيو ته استول شوې، راغلي چې د ختيځ زون تنظیمه مشر او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل او د ولايت مرستيال د يو شمېر نظامي مسولينو په ملتيا د سيمې ليدنه کړې او هلته یې خپلو ځواکونو ته د هر راز ملاتړ او چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (د ډېسېمبر ۲۰مه) په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې پکې یو ځایي طالب مشر د لالپورې ولسوالۍ په صفري نقطه کې د یوې پاکستانۍ پوستې ساتونکو ته د دوی لخوا د تازه تاسیساتو د جوړولو پر سر خبرداری ورکوي او د فعالیتونو د درېدو غوښتنه ترې کوي.

بیان زیاتوي چې پاکستاني لوري ته ويل شوي چې پر نیواکګرو فعالیتونو يې غلي نه پاتې کېږي.

د پاکستان د حکومت يا امنيتي ځواکونو لخوا په دې اړه تر دې دمه کوم ډول بيان نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG