د پاکستان او نيوزيلینډ کرکټ لوبډلو تر منیځ د پينځو ۲۰ اووره سياليو وروستۍ لوبه نن (اپریل ۲۴مه) په راولپېنډۍ کې کېږي.
لوبه به د پېښور پر وخت د شپې ۹ بجې پيلېږي.
تر اوسه د لوبلړۍ دوه سیالۍ پاکستان او یوه نیو زیلینډ ګټلې ده او یوه د باران له وجې بې نتيجې پای ته رسېدله وه.