د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه دعوه کوي چې امريکا يې خبریالانو ته ويزې نه دي ورکړې


سرګي لاوروف په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د یو شمېر غونډو مشري کوي ـ پخوانی انځور
سرګي لاوروف په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د یو شمېر غونډو مشري کوي ـ پخوانی انځور

روسیې دعوه کړې چې امریکا یې ځینو هغو خبریالانو ته ویزې نه دي ورکړي چې غوښتل یې د بهرنیو چارو له وزیر سره نيويارک ته لاړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې اقدام غصه څرګنده کړې او ویلې یې دي چې دا عمل به نه معاف او نه هير کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل پر ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه یو شمیر غونډې پيلېږي چې مشري یې لاوروف کوي.

اخوا روسي چارواکو ويلي چې د دې اقدام بدل به په روس کې کارکوونکيو امریکايي خبریالانو څخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د ویزو د ردولو د مسکو د دعوو په اړه تبصره نه ده کړې، او ویلي يې دي چې د ویزې پر ځانګړيو غوښتنو خبرې نشي کولی.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند په يو بیان کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر د کوربه او د ملګرو ملتونو سره د لوظنامې له امله هغه هيواد د ویزو ورکولو په شمول خپلې ټولې ذمه وارۍ جدي اخلي.

XS
SM
MD
LG