د لاسرسي ځای

تازه خبر

وال سټريټ ژورنال وايي پوتين د خبريال ګرېشکوېچ د روغتيا او خونديتوب مسول دی


ایوان ګرېشکووېچ په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال دی - پخوانی انځور.
ایوان ګرېشکووېچ په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال دی - پخوانی انځور.

امریکایي ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال په روسیه کې د خپل یو خبریال له نیول کېدو وروسته، د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پوری کړی د کرېملېن هغه "عادت" ته وده ورکوي چې د "جاسوسۍ په پلمه" امریکایان یرغمل نیسي.

سپینې ماڼۍ د جاسوسۍ په تور د خبریال ایوان ګرېشکوېچ نیول "مسخره" بللې.

وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۳۱مه وویل چې د روسیې ولسمشر په ذاتي توګه د ایوان ګرېشکوېچ د روغتیا او خوندیتوب ذمه وار دی.

یوه ورځ مخکې د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې په ترڅ کې، په مسکو کې د لیفورتوو ولسوالۍ عدالت د روسیې وفاقي امنیتي ادارې (FSB) غوښتنه ومنله چې ۳۱ کلن ګرېشکوېچ به دوه میاشتې په بند کې وساتي.

ایف ایس بي د شوروي دورې د امنیتي اداری KGB اصل جانشین ګڼل کیږي.

ایف ایس بي وايي چې ګرېشکوېچ د امریکا په لارښوونو "د روسیې د پوځي - صنعتي کمپلېکس د یوې پروژې په اړه معلومات راټولول چې یو دولتي راز افشا کول دي."

وال سټریټ ژورنال د مارچ په ۳۱ مه د اداراتي بو‌رډ لخوا په یوه لاس لیک شوی مقاله کې وویل چې د روسیې لخوا د ګرېشکوېچ نیول "د کریملین لخوا د امریکایانو د یرغمل کولو ته وده ورکوي، او دا څرګند ثبوت دی چې روسیه د متمدنو هیوادونو له ټولنې څخه ځان جلا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG