د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې اوکراین له روسيو ځواکونو څخه د نورو سیمو د نیولو لپاره احتمالي بریدونو ته چمتووالی نيسي.
نوموړي دا خبرې د اپرېل پر ۲۱مه په جرمني کې د کییف د نړیوالو ملاتړو له لوري جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وکړې.
د غونډې په ځای کې د ناټو مشر د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ته وویل، د امکاناتو تر بریده له اوکراین سره د تجهیزاتو مرستې خپله ذمه واري ګڼي.
نوموړي زياته کړه، ''دغه ملاتړ د جګړې په ډګر کې ښکاره بدلون رامنيځته کړی دی. باید دې ته مو پام وي چې اوکراین توانېدلی دی چې روسي ځواکونه د کییف له لورې وګرځوي او په شمال کې یې هم پر شا وتمبوي."
د روسیې او اوکراین ځواکونو ترمینځ د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ راهیسې جګړه روانه ده. دا مهال روسیې د سختو زیانونو پر ګاللو سربېره د اوکراین پر ختیځ ښار بخموت کې خپل پوځي عملیات زیات کړي دي.