د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې نن د وړوکي اختر لومړۍ ورځ ده


د کوټې په عیدګاه کې د اپرېل پر ۲۲مه خلک د اختر له لمانځه وروسته یو بل ته غاړې ورکوي.
د کوټې په عیدګاه کې د اپرېل پر ۲۲مه خلک د اختر له لمانځه وروسته یو بل ته غاړې ورکوي.

نن (د اپرېل پر ۲۲مه) په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي.

خو د خيبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

د مياشتې ليدلو سرکاري او د پېښور د قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ غير سرکاري کمېټۍ د اپرېل پر ۲۰مه ماښام اعلان کړی وو چې په هغه هېواد کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به کوچنی اختر د اپرېل پر ۲۲مه لمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۱مه د سعودي عرب او افغانستان په ګډون د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ وه.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې ځینې خلک د اختر له لمانځه وروسته هدیرو ته ځي او مړه شويو خپلوانو ته دوعا کوي
د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې ځینې خلک د اختر له لمانځه وروسته هدیرو ته ځي او مړه شويو خپلوانو ته دوعا کوي

دا ځل په پاکستان کې په داسې حال کې اختر لمانځل کېږي چې هغه هېواد له سياسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې اېتلافې حکومت په دوامداره توګه کوښښ کوي چې هېواد له اقتصادي بحرانه راوباسي.

شهبازشریف د اپرېل پر ۲۲مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، دوعا کوي چې سږنی اختر "په پاکستان او ټوله نړۍ کې د سولې، سوکالۍ او پرمختګ زېرې" له ځانه سره ولري.

په پاکستان کې زياتره وخت د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي.

پر ټولنیزو رسنيو د اپرېل ۲۰مې ماښام راهیسې تر هغه وروسته بحثونه تاوده شول چې په خیبر پښتونخوا او د هغې صوبې په ځينو قبايلي سيمو کې ځینو خلکو د اختر مياشتې لیدو دعوه وکړه.

خو سږ کال تر ډېرې مودې وروسته روژه په ټول هېواد کې پر یوه ورځ پیل شوه او داراز، د څلورو قبایلي ضلعو له ځینو برخو پرته، کوچنی اختر هم پر یوه ورځ لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG