د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د اپرېل پر ۲۲مه کوچنی اختر لمانځل کېږي


د پاکستان رویت هلال سرکاري او غیر حکومتي کمېټیو ویلي چې په هغه هېواد کې اختر د اپرېل پر ۲۲مه لمانځل کېږي - پخوانی انځور.
د پاکستان رویت هلال سرکاري او غیر حکومتي کمېټیو ویلي چې په هغه هېواد کې اختر د اپرېل پر ۲۲مه لمانځل کېږي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د رویت هلال سرکاري او غیر حکومتي کمېټيو اعلان کړی دی چې په هغه هېواد کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به کوچنی اختر د اپرېل پر ۲۲مه لمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۱مه د سعودي عرب او افغانستان په ګډون د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده.

د پاکستان د مرکزي رویت هلال کمېټۍ مشر مولانا سید محمد عبدالخبیر ازاد د اپرېل پر ۲۰مه ماخوستن مهال په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې یې د کوچني اختر د میاشتې لیدو قوي شهادتونه نه دي ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ ناحکومتي رویت هلال کمېټۍ هم تر غونډې وروسته وویل چې د میاشت لیدو مصدقه شهادتونه یې نه دي ترلاسه کړي.

پر دې اعلانونو سربېره د خیبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه کوچنی اختر لمانځل کېږي.

په پاکستان کې اکثر د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي، خو سږ کال تر ډېرې مودې وروسته روژه په ټول هېواد کې پر یوه ورځ پیل شوه او داراز، د څلورو قبایلي ضلعو له ځینو برخو پرته، کوچنی اختر هم پر یوه ورځ لمانځل کېږي.

اخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د پنجشنبې یا زیارت پر ماخوستن اعلان وکړ چې په هغه هېواد کې میاشت لیدل شوې، ځکه د جمعې پر ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د ټولو ولایتونو په لویو او وړو جوماتونو او عیدګاهو کې د اپرېل ۲۱مې پر سهار د اختر لمانځه جمعې وشوې.

د سعودي عرب، امریکا او اروپا په ګډون په یوشمېر نورو هېوادونو کې هم اختر د جمعې پر ورځ لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG