د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نن د اختر مياشتې ليدو لپاره غونډه کېږي


د مرکزي رویت هلال کمېټۍ غونډه په اسلام اباد کې کېږي ــ پخوانی انځور.
د مرکزي رویت هلال کمېټۍ غونډه په اسلام اباد کې کېږي ــ پخوانی انځور.

پاکستان کې د کوچني اختر یا شوال د میاشتې لیدو لپاره مرکزي رویت هلال کمېټۍ په اسلام اباد غونډه کوي.

په عين حال کې د اپرېل پر ۲۰مه په پېښور کې په غیر سرکاري ډول په قاسم علي خان جومات کې هم د هجري قمري کال د ۱۰مې میاشتې یعنې شوال د لیدو غونډه کېږي.

د مرکزي رویت هلال کمېټۍ غونډه په اسلام اباد کې د مذهبي چارو وزارت په ودانۍ کې د هغې کمېټۍ د مشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ کېږي.

بل خوا په پېښور کې د قاسم علي خان جومات د غیر سرکاري کمېټۍ غونډه د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ کېږي.

په پاکستان کې زیاتره وخت د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر اختلافات موجود وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي، خو سږ کال تر ډېرې مودې وروسته روژه په ټول هېواد کې پر یوه ورځ پیل شوه.

عربي رسنیو د سعودي عرب د فلکیاتي ټولنې له خولې ویلي چې د اپرېل پر ۲۰مه په مکه کې د شوال میاشتې لیدو امکان شته.

د اپرېل ۲۰مه د هجري قمري کال د نهمې مياشتې رمضان له ۲۹مې ورځې سره سمون خوري. د هجري قمري کال میاشتې عموماً ۲۹ یا ۳۰ ورځې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG