د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي سږ کال به د هند نفوس د نړۍ تر بل هر هېواد زیات شي


د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، د هند ابادي به په روان کال کې له چینه زیاته شي - پخوانی انځور
د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، د هند ابادي به په روان کال کې له چینه زیاته شي - پخوانی انځور

ملګرو ملتونو اټکل کړی دی د روان کال په نیمايي کې به هند د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي.

سازمان د اپرېل پر ۱۹مه په یو راپور کې وړاندوینه کړې چې سږ کال به د هند د وګړو شمېر له چینه زیات شي. چین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زیاته ابادي لرونکی هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د نفوسو چارو صندوق (ډبلیو پي پي) په رپورټ کې راغلي، د روان کال تر نیمایي به د هند ابادي څه د پاسه ۱.۴۲۸۶ اربه شي. د دې مقابل د چین ابادي به څه د پاسه ۱.۴۲۵۷ اربه ته ورسي.

د نړۍ نفوس تېر کال اته اربه ته ورسېد. په ۲۰۲۲ز کال کې د هند د وګړو شمېر ۱.۴۱۲ اربه او د چین هغه ۱.۴۲۶ اربه وو.

له ۱۹۶۰ز کال راهیسې، په چین کې په لومړي ځل، تېر کال د ابادۍ زیاتېدو رفتار کم شو. تر دې مخکې چینايي انقلابي مشر ماو زېتونګ د زراعتي تګلارو له امله په مېلیونونو خلک له لوږې مړه شوي ول.

بیجنګ په ۲۰۱۶ز کې د یوازې یو ماشوم زېږولو هغه تګلاره ختمه کړه چې حکومت په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په تېزۍ د ابادۍ زیاتېدو مخنیوي لپاره عملي کړې وه.

چینايي حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې خلکو ته د درو ماشومانو پیدا کولو اجازه ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG