د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د نړۍ ابادي به سږ کال تر ۸ اربه زیاته شي


د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، د هند ابادي به په ۲۰۲۳ز کال کې له چینه زیاته شي - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، د هند ابادي به په ۲۰۲۳ز کال کې له چینه زیاته شي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو تازه اټکل ښيي چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې به د نړۍ ابادي تر اته اربه انسانانو زیاته شي.

سازمان وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۳ز کال کې به د هند د وګړو شمېر له چینه زیات شي او په دې توګه به د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي.

د جولای پر ۱۱مه د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي دي چې له ۱۹۵۰ز کال راهیسې په لومړي ځل د ابادۍ زیاتېدو رفتار ورو شوی دی او اوسمهال یې کچه تر ټولو ټیټه ده.

د رپورټ په خبره، د نفوسو د زیاتېدو رفتار په ۲۰۲۰ز کال کې یو فیصد وو.

د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش ویلي، دا ارقام او وړاندوینه د انسانانو لپاره "یادګېرنه ده چې دا زموږ ګډ مسوولیت دی چې خپلې سیارې (ځمکې) ته پام وکړو" او انسانانو ته موقع په لاس ورکوي چې پر دې "فکر وکړي چې موږ له یو بل سره په کړو ژمنو کې کومې نیمګړتیاوې لرو."

رپورټ وايي، ښايي د نړۍ د نفوسو شمېر په ۲۰۳۰ز کال کې اته نیم اربه او په ۲۰۵۰ز کال کې ۹.۷ اربه ته ورسېږي. خو رپورټ وايي، ښايي د نړۍ ابادي په ۲۰۸۰ز کال کې ۱۰.۴ اربه کسانو ته لوړ شي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې راغلي چې په ۲۰۲۳ز کال کې به د هند ابادي له چینه زیاته شي. په ۲۰۲۲ز کال کې د هند د وګړو شمېر ۱.۴۱۲ اربه او د چین هغه ۱.۴۲۶ اربه دی.

XS
SM
MD
LG