د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان سوداګر د ړنګ کړل شویو دوکانونو تاوان غواړي


د شمالي وزيرستان دوکاندارانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ضرب عضب پوځی عملياتو پر مهال د رسېدلو مالي تاوانونو په بدل کې دې ورته معاوضه ورکړل شي.

د شمالي وزيرستان دوکاندارونو اتحاديې مشرانو او د خېبر پښتونخوا د مرکزي تنظيم تاجرانوانو مشر د چارشنبې پر ورځپه ګډه یوې خبري غونډې ته د پوځی عملياتو پر مهال هغوی ته د رسېدلو زيانونو په اړه تفصيل ورکړ.

دوی له پاکستاني وزيراعظم، د پوځ له مشره او نورو اړونده چارواکيو څخه و غوښتل چې د رسېدلو مالي زيانونو تاوان دي ورکړي.

پر دې موقع د شمالي وزيرستان دوکاندارانو اتحاديې مشر زین الله مشال راډیو ته وويل چې د عملياتو پر مهال د دوی شاوخوا دوه زره دوکانونو ته زيان رسېدلی دی او که حکومت يې تاوان ور نکړ نو د احتجاج په توګه به په اسلام اباد کې پرلت وهي.

نوموړي ادعا وکړه چې د ميرعلي، ميرانشاه، دته خېل په ګډون نور واړه واړه بازارونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

هم پر دې موقع د اتحاديې يو بل مشر محمد شفيق مشال راډیو ته وويل چې د پوځي عملياتو پر مهال یې له مالونو ډک دوکانونه پرېښودل خو چې ستانه شول نو دوکانونه له خاورې سره خاورې شوي ول.

د ده په ادعا چې د عملياتو له وجې ور ته په مجموعي توګه د اربونو روپيو تاوان رسېدلی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې په تېرو ۱۱ مياشتو کې يې په وار وار له پولیټيکل چارواکيو سره ليدنې کړې خو هغوی یې د ستونزو هوارولو پرځای يوه بل بل چارواکي ته لېږي رالېږي.

د خبري غونډې پر مهال د خېبر پښتونخوا تاجرانو مشر شوکت علي خان د شمالي وزيرستان د دوکاندارانو د غوښتنو ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي له حکومته و غوښتل چې د کراچۍ، ملاکنډ او نورو سيمو په شان دې د شمالي وزيرستان د دوکاندارانو مرسته هم وشي.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال د جون په مياشت کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عمليات وشو چې له وجې يې تر يو مليون زيات وګړي له سيمې کډوالی ته مجبوره شول.

خو د عملياتو پر مهال دوکانونو او کورونو ته هم زيانونه رسېدليچې د حکومت په ادعا دوی يې د جوړولو او معاوضو ورکولو پلان لري.

د دکاندارانو د غوښتنو په اړه پولټيکل انتظاميې څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG