د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د پاکستان له نورو برخو سره د اورګاډي اړیکه تر اووه میاشتني ځنډ وروسته بحال شوې ده.
چارواکي وایي، د اپرېل پر ۱۵مه له کوټې پېښور ته جعفر اېکپسریس اورګاډی روان شوی دی. د کوټې او پاکستان د نورو برخو ترمینځ اړیکه د ۲۰۲۲م په اګست کې د سیلابونو له وجې، پل ته د زیان اوښتو له کبله پرې شوې وه. دغه پل په بولان ضلع کې اوبو وړی وو.
هغه پل په ۱۸۲۵ز کال کې انګریزانو جوړ کړی وو. د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ نن د پل بیا پرانیسته وکړه.
د اورګاډو د ادارې مشر فرید احمد د پرانیستې په موقع خبریالانو ته وویل چې د پل په بیا رغونه یې ۶۵کروړه روپۍ مصرف کړې دي.
هغه دا هم وویل چې له کوټې کراچۍ او لاهور ته بولان مېل او کوټه ایکسپریس هم بحالوي.