د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا او اذربایجان ترمينځ نښتې ۷ تنه وژلي دي


دا انځور د تېغ کلي دی چې پکې د باکو او یرېوان په وینا نښته شوې ده - د مارچ ۳۱مې انځور.
دا انځور د تېغ کلي دی چې پکې د باکو او یرېوان په وینا نښته شوې ده - د مارچ ۳۱مې انځور.

د ارمنيا او اذربایجان دفاع وزارتونو د هغو هېوادونو ترمينځ د ناکراره پولې په یوه برخه کې په تازه نښتو کې د اووه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ارمنيا دفاع وزارت د اپرېل پر ۱۱مه وویل، ''د اذربایجان د پارونې په نتيجه کې د ارمينيا پر خاوره'' څلور کسان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.

په عين حال کې د اذربایجان دفاع وزارت د درو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی او هغوی يې اذربایجاني سرتېري ياد کړي دي.

د ارمنيا دفاع وزارت په خپل بیان کې ويلي چې د اپرېل پر ۱۱مه د سیمې پر وخت شاوخوا اته نيمې بجې د جنګ په لومړۍ کرښه کې وضعیت نسبتاً ارام وو.

یرېوان او باکو پر یو بل د جګړې پارولو تورونه پورې کړي دي.

د ارمنيا دفاع وزارت تر دې مخکې په یوه بيان کې ویلي ول چې اذربایجانیو پوځیانو د ارمنيا تېغ کلي ته څېرمه، د ارمنيا په خپلواکه خاوره کې چې دوه اوونۍ وړاندې یې نیولې وه، پر هغو ارمنيو سرتېرو ډزې وکړې چې هلته يې د انجینرۍ کار کاوه.

په بيان کې ویل شوي چې جګړه د اپرېل پر ۱۱مه مازیګر شاوخوا څلور بجې په جنوبي ولايت سیونيک کې پیل شوه چې تر پينځه نيمو بجو يې دوام وکړ، او د راپورونو له مخې پر دې مهال اذربایجان د ارمنيا پر پوستو د هاوان مرمۍ وورولې.

بل خوا د اذربایجان دفاع وزارت په خپل مخکيني بيان کې ارمني ځواکونه په ''پارونې'' تورن کړي او ويلي يې دي چې په پايله کې د اذربایجان د پوځ یوشمېر سرتېري وژل شوي او ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG