د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونو پر اذربايجان او ارمينيا د اوربند ساتلو غږ کړی


د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په نورګونو قره باغ کې د سپتمبر له ۲۷مې جګړه پېل شوې
د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په نورګونو قره باغ کې د سپتمبر له ۲۷مې جګړه پېل شوې

د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل په ارمینیا او اذربایجان غږ کړی چې د نوي اوربند احترام دې وکړي. یادې ادارې دا بیان پرون، د لانجمنې سیمې ناګورنو ـ کاراباغ د وضعیت په اړه د مشاورت د پای ته رسېدو نه پس خپور کړی دی.

د کونسل ۱۵ غړو، د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتیریس هغه غوښتنه هم یو وار بیا تکرار کړه چې پر دواړو خواوو یې غږ کړی و چې د اکتوبر په ۱۷مه د اعلان شوي تړون احترام دې وکړي.

د سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهېسې چې په یاده سیمه کې سخته جګړه پیل شوې، دا دوهم ځل دی چې د اوربند هڅه پکې کېږي. دوهم اوربند هم له خطر سره مخامخ دی او پرون په سیمه کې ډزې شوې. ارماني نژاده ځواکونه او ازربایجان پر یو بل تور پورې کوي چې ډزې مقابل لوري پیل کړې وې. روسیه چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري پر غاړه لري، د فرانسې د خبري اژانس په وینا، په یو بیان کار کوي چې پر دواړو خواوو به د اوربند د عملي کولو غږ کوي.

د ازربایجان ولسمشر الهام علي ییف او د ارمینیا ولسمشر نیکول پشینین د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي، هغوی په مسکو کې خبرو ته تیار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG