د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمنیا او اذربایجان پر يو بل له اوربنده د سرغړونو تور پورې کړی 


د ارمينيا د دفاع وزارت ویاندې وویل چې نن سهار وختي د دښمن له لوري راکټ ويشتل شوي او د توپ ډزې شوي.
د ارمينيا د دفاع وزارت ویاندې وویل چې نن سهار وختي د دښمن له لوري راکټ ويشتل شوي او د توپ ډزې شوي.

ارمينیا او اذربایجان پر يو بل د هغه اوربند سرغړونو تورونه پوري کړي چې هدف يې د ناګورنو قره باغ پر سيمه د جګړې مخه نيول دي.

اوربند نن، د اکتوبر پر ۱۸مه، عملي شوی.


د ارمينيا د دفاع وزارت ویاندې وویل چې نن سهار وختي د دښمن له لوري راکټ ويشتل شوي او د توپ ډزې شوي.

خو د اذربایجان دفاع وزارت وروسته د ارمينیا پر ځواکونو تور پورې کړ چې پر هغه ځاي يې توغندي ورولي.

دا تورونه وروسته له هغې لګول شوي چې ارمينیا او اذربایجان څو ساعته مخکې ویلي ول چې دوی د نوي اوربند په اړه يې موافقه کړې او د اکتوبر پر ۱۷مه ناوخته د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼو ورته څرګندونې خپرې کړې.

اوربند د ځاي وخت په نیمه شپه عملي شوي وو.

د اکتوبر پر ۱۷مه بيانونو کې وويل شوي چې دا پریکړه د دې میاشتې په سر کې د فرانس، روس او امريکا ولسمشرانو چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د مینسک ډلې د همکاره هېوادونو په استازیتوب کې له څرګندونو وروسته کړی.

د ارمينيا او اذربایجان ترمنځ تازه جګړو چې د سېپټمبر پر ۲۷مه پیل شوی لږ تر لږه ۶۰۰ پوځيان او ملکي وګړي وژل شوي. دا د ۱۹۹۴ کال کې اوربند وروسته چې جنګ يې ختم کړي وو تر ټولو زياته مرګ ژوبله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG