د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراين د روسيې په تازه حمله کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي


د بخموت جګړې لومړۍ کرښه
د بخموت جګړې لومړۍ کرښه

د اوکراین پر ځینو ښارونو د مارچ پر ۲۲مه نېټه د روسیې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرقي دونيڅک د بخموت ښار د نیولو لپاره سخته جګړه روانه ده.

د اوکراین د ولسي خدمتونو ادارې پر فېسبوک لیکلي چې د کییف څخه ۶۴ کلومیټره ليرې جنوب اړخ ته د یوه پوهنځي (کالج) پر دوو هاسټلونو (ليلیو) په برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. د رویټرز اژانس له مخې د پېښې له ځای څخه یو تن ژغورل شوی او ښايي چې څلور کسان لا هم تر د ملبې لاندې وي. اخوا د ژغورنې عملیات د شپې تر ناوخته پورې روان ول.

د اوکراین کورنيوو چارو وزیر اېهور کليمينکو ویلي چې د دغې پېښې څو ساعته وروسته په جنوب ختيځ ښار ژاپورېژیا کې د استوګني دوو ودانیو ته يوه میزایلي بريد تاوان رسولی چې پکې یو کس وژل شوی او ۲۹ نور روغتون ته وړل شوي دي.

د سیمې پوځي انتظامیې ویلي چې د دغه حملې کوم پوځي هدف نه وو. د کورنیو چارو وزیر کليمينکو زیاته کړې چې د سیمې چارواکو د ولسي خلکو ضد د روسيې (فیډرېشن) د یو بل جنګي جرم شواهد ثبت کړي دي. ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې له دغو حملو څخه ښکاري چې مسکو سولې ته ليوالتيا نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG