د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي افغانستان کې وروستيو طبيعي پېښو ۱۰ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه ويجاړ کړي


د طالبانو په وينا په تېرړ اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۷۶ تنه نور ژوبل شوي دي ــ انځور له ارشيفه
د طالبانو په وينا په تېرړ اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۷۶ تنه نور ژوبل شوي دي ــ انځور له ارشيفه

طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، په تېرو اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۷۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ياد وزارت ویاند شفیع‌ الله رحیمي رسنیو ته په یوې لېږل شوې ویډیو کې ویلي، د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې طبيعي پېښو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي زياته کړې، " د اورښتونو، سېلابونو او زلزلې له امله، ۱۰ کسان وژل شوي او ٧٦ ټپيان شوي دي. همدارنګه له ۱،۷۰۰ څخه ډېر کورونه وران شوي او ٢٢ زره جريبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

رحیمي زیاته کړه چې، دغه وزارت د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له ۵۳ زره زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د خطر خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG