د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له اروپا چټکې جنګي مرستې غوښتې دي


اوکرایني ولسمشر ولادیمر زېلېنسکي د مارچ پر ۲۳مه د خرسون سیمې ته په اورګاډي کې د سفر پر مهال
اوکرایني ولسمشر ولادیمر زېلېنسکي د مارچ پر ۲۳مه د خرسون سیمې ته په اورګاډي کې د سفر پر مهال

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له اروپايي مشرانو غوښتي چې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او جنګي جیټ الوتکو په ګډون د وسلو اکمالات چټک او زیات کړي.

د مارچ پر۲۳مه، د خېرسون جنوبي سیمې تر سفر وروسته زېلېنسکي وویل چې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو او جنګي الوتکو په استولو کې ځنډ ښايي جګړه وغځوي.

د خېرسون په جنوبي سیمه کې تیر کال اوکرایني ځواکونو د جګړې په ډګر کې بریا تر لاسه کړې وه.

د زېلېنسکي وینا وه چې وخت مهم دی. نه یوازې میاشتې او اوونۍ، بلکې ورځې. چې هرڅومره ژر یوځای اقدام وکړو ، هغومره د ډیرو خلکو ژوند به وژغورل شي.

د اوکراین ولسمشر د مارچ پر۲۳مه د اروپا مشرانو ته په یوه ویډیوي خطاب کې چې هغه خېرسون ته د اورګاډي په واسطه د سفر پرمهال ثبت کړی و، وویل چې "که چیرې اروپا زړه نه زړه شي نو شرارت پېشه خلک به نور هم موقع پیدا کړي چې بیا سره راټول شي او د کلونو جګړو لپاره ځان چمتو کړي."

له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین وویل، چې د روسیی پر ضد هر ډول نوي بندیزونه به تر ډیره دهغه چا په خلاف وي چې له پخوانیو بندیزونه سرغړونه وکړي.

هغې دا هم وویل چې اروپايي اتحادیه به د نورو سازمانونو سره کار وکړي ترڅو روسیې ته اخراج شوي اوکرایني ماشومان ومومي او د دوی بیرته راستنیدو لپاره فشار راوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG