د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند ټرانسپورټران د تښتول شوي موټروان لپاره په احتجاج دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په سیند کې د مال وړونکیو ګاډو اتحادیې د یو ګاډي چلوونکي د تښتول کېدو پر ضد په احتجاج کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی ملګرې دې زر پیدا کړل شي.

تښتول شوی تن لقمان نومېږي، د جنوبي وزیرستان دی او د ډېسېمبر پر ۲۵مه، د سیند له کشمور سیمې نه نامعلومو کسانو له ځانه سره بېولی دی.

د ټول پاکستان د مال وړونکیو ګاډو د اتحادیې مشرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په کراچۍ کې د احتجاج او وروسته یې د خبري غونډې پر مهال پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د دا ډول پېښو مخنیوی دې وکړي.

د اتحادیې یو مشر غلام یاسین خان وویل هغه ډرایور د ډېسېمبر پر ۲۵مه غلو تښتولی دی او د خوشې کولو لپاره یې د کروړونو روپو قلنګ غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: "لقمان وزیر یې په کشمور سیمه کې اغوا کړی دی. زموږ د رېنجرز ځواکونو له مشر او د کورکمانډر نه دا غوښتنه ده چې دغه تن دې زر تر زره ومومي او مونږ ته دې یې راوسپاري."

د ټرانسپورټرانو د اتحادیې جنرل سیکرټري غلام محمد افریدي مشال راډيو ته وویل چې حکومت ته یې درې ورځې وخت ورکړی. نوموړي دړکه وکړه که هغه ډاریور ژر خوشې نه شو نو هړتال به پیل کړي او مالونه وړل راوړل به بند کړي.

په سیمه کې پولیس چارواکي ایس ایس پي تنویر احمد وروسته رسنیو ته وویل چې د غلو پر ضد یې کاررویانې روانې دي او ژر به تښتول شوي کسان راخلاص کړل شي. بلخوا د سیند حکومت وايي چې په کچه نومي سیمه کې یې د غلو خلاف کارروايي کړې او ژر به تښتول شوی کس راخلاص شي.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه په خیبر پښتونخوا کې د جنوبي وزیرستان استازي میر کلام وزیر په اسمبلۍ کې د دې مسلې د حل لپاره وینا کړې وه چې پکې یې له مرکز او د سیند حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د داسې پېښو مخنیوي لپاره دې ګامونه پورته کړي.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر پنځمه د لنډي کوتل یو تن عمران افریدی غلو تښتولی وو چې په کراچۍ کې د ټرانسپورټرانو اتحادیې د هغه د خوشې کولو لپاره د پیپلز ګوند مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کور مخې ته پرلت هم وهلی وو. وروسته هغه تښتول شوی ډرایور خوشې کړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG