سيد علي شاه وايي د زده کړو لپاره یې مزدوري کوله
په مشال مرکه کې مو د بلوچستان نوميالی خبريال او شنونکی سيد علي شاه مېلمه کړی دی. نوموړی د پښین دی او د ۱۹۹۰ز لسیزې په وروستیو کې یې خبریالي پیل کړې وه. شاه له هغه وخت راهیسې د پاکستان له کورنیو او نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی. دی وايي، د زده کړو پر مهال یې مزدوري هم کوله. سید علي شاه وايي، د بلوچستان تر ټولو لویه مسله سیاسي او اییني ده او تر څنګ یې اقتصادي ستونزې هم دي چې سیاسي حل یې په کار دی. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟