د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې چاودنې لږترلږه ۷ کسان وژلي دي


چارواکي وايي، ښايي چاودنه د ګاز ليک له امله شوې وي.
چارواکي وايي، ښايي چاودنه د ګاز ليک له امله شوې وي.

د مارچ پر ۱۲مه د ایران په لويدیځ تبریز ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او پينځه ټپیان دي.

د فارس خبرې اژانس د اور وژونکيو له قوله ویلي چې سهار شاوخوا درې بجې چاودنې درې ودانۍ او نېږدې ۲۰ اپارتمانونه زیانمن کړي دي.

تر اوسه چارواکي د چاودنې د څرنګوالي په اړه رسمي نتیجې ته نه دې رسېدلي، البته د اور وژنې ادارې یوه چارواکي امکان څرګند کړی چې لامل يې د ګاز لیک کيدای شي. چارواکو په پیل کې د مړو شمیر پينځه تنه ښوولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG