د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونان کې د مظاهرچیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب شوی دی


د یونان یو پولیس سرتېری د مارچ پر پینځمه د مظاهرچیانو د پېټرولو بم د برید له ځایه تېرېږي.
د یونان یو پولیس سرتېری د مارچ پر پینځمه د مظاهرچیانو د پېټرولو بم د برید له ځایه تېرېږي.

د یونان د پلازمېنې ایتنز په مرکز کې د پولیسو او د مظاهره کوونکو یوې ډلې ترمینځ لنډه نښته شوې ده.

دا نښته د مارچ پر پینځمه د زرګونه زده کوونکو او د اورګاډي ادارې د کارکوونکو د هغې مظاهرې پر مهال شوې چې د هېواد په تاریخ کې یې د رېلګاډي له تر ټولو خونړیو پېښو څخه د یوې پرضد کوله.

د احتجاجیانو یوې وړې ډلې پر پولیسو د پېټرولو بمونه وورول چې په غبرګون یې پولیسو د هغوی پرضد اوښکې بهوونکی ګیس او د مظاهرې تیت و پرک کولو لپاره لاسي بمونه وکارول. تر دې وروسته مظاهرچیان په نېږدې کوڅو کې منتشر شول.

د مارچ پر لومړۍ نېټه نیمه شپه د یونان په مرکز کې د مساپر وړونکي او مال لېږدوونکي اورګاډو ترمینځ پر یوې پټلۍ په ټکر کې لږترلږه ۵۷ کسان ووژل شول. په مساپروړونکي اورګاډي کې تر ۳۵۰ زیات کسان سپاره ول.

چارواکو هغه مهال ویلي ول چې په پېښه کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول. د دوی په خبره، په تېمپې سیمه کې د ټکر له کبله د اورګاډي یوشمېر ډبې (بوګۍ) له پټلۍ ښکته وغورځېدې او لږترلږه درو یې اور واخیست.

XS
SM
MD
LG