د یونان په شمال کې د مساپر وړونکي او مال لېږدوونکي اورګاډو ترمینځ په ټکر کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په مساپر وړونکي ګاډي کې سلګونه کسان سپاره ول چې د مارچ پر لومړۍ نېټه نیمه شپه د پېښې ښکار شو او پکې لږترلږه ۸۵ کسان ژوبل شوي هم دي.
د دوی په خبره، په تېمپې سیمه کې د ټکر له کبله د اورګاډي یوشمېر ډبې (بوګۍ) له پټلۍ ښکته وغورځېدې او لږترلږه درو یې اور واخیست.
تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو د اورګاډو د ادارې چارواکي وايي، له دوو کارکوونکو څخه یې پوښتنې کړې دي خو هغوی یې نیولي نه دي.