پولیسو د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته یوشمېر زده کوونکي نیولي دي.
د پوهنتون یوه زده کوونکي ثاقب خان د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، نښته د پنجاب کونسل په نوم د زده کوونکو د یوې ټولنې او د پښتنو د تعلیمي پرمختیا غورځنګ (پښتون اېجوکېشن ډېوېلمپنټ موومېنټ) د غړو ترمینځ شوې چې لامل یې "یو عام جنجال" وو.
دی البته تور پورې کوي چې پولیسو یوازې د پښتنو زده کوونکو پرضد اقدام کړی دی او څه د پاسه ۴۰ زده کوونکي یې نیولي دي.
خو پولیس دا دعوه ردوي او وايي، تر اوسه یې یوازې څلور زده کوونکي نیولي دي.
په همدې حال کې د پوهنتون د انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې هم د پښتنو او پنجابیو زده کوونکو ترمینځ نښتې شوې دي.
دا پېښه تر هغې وروسته شوې چې د فبرورۍ پر ۲۷مه د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د بلوڅو او پښتنو زده کوونکو د ډلو ترمینځ په نښته کې لږترلږه ۱۰ کسان ژوبل شول.
تر دې یوه ورځ وروسته انتظامیې پوهنتون تر نامعلومې مودې تړلی دی او له هاسټلونو (لیلیو) څخه یې زده کوونکو ته کورونو ته د تګ امر کړی دی.