د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد قایداعظم پوهنتون د زده کوونکو تر نښتې وروسته تړل شوی دی


قایداعظم پوهنتون د پاکستان له معیاري تعلیمي ادارو یو ګڼل کېږي - پخوانی انځور.
قایداعظم پوهنتون د پاکستان له معیاري تعلیمي ادارو یو ګڼل کېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې قایداعظم پوهنتون د زده کوونکو د دوو ډلو تر نښتې وروسته تر "ناڅرګندې مودې" تړل شوی دی.

پوهنتون د فبرورۍ پر ۲۸مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې ټول زده کوونکي دې سمدستي لیلیې یا هاسټلونه خالي کړي. تر دې امر وروسته پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې زده کوونکي د پوهنتون له ودانۍ وځي.

د پوهنتون انتظامیې دا ګام تر هغې یوه ورځ وروسته اخیستی چې د فبرورۍ پر ۲۷مه په پوهنتون کې د بلوڅو او پښتنو زده کوونکو ترمینځ په نښته کې لږترلږه ۱۰ تنه ټپي شو.

پر ټولنیزو رسنیو ځیني داسې خبرونه هم خپاره شوي چې ګواکې د پوهنتون انتظامیې د حالاتو د قابو کولو په موخه د رېنجرز ځواک سرتېرو د ځای پر ځای کولو مطالبه هم کړې ده خو په دې اړه یې رسماً څه نه دي ویلي.

د زده کوونکو ډلې پر یو بل د تشدد تور پورې کوي تر اوسه څرګنده نه ده چې د نښتې پیلېدو لامل څه وو.

قایداعظم پوهنتون د پاکستان له لویو او ښو پوهنتونونو یو بلل کېږي چې پکې تر دې مخکې هم د زده کوونکو د ډلو ترمینځ نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG