د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولود چاوش اوغلو: له سويډن او فينلېنډ سره بیا خبرې پیلوو


د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو - پخوانی انځور.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو - پخوانی انځور.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي چې له سویډن او فېنلینډ سره به د واړو هېوادونو د ناټو اتحاد د غړیتوب په اړه خبرې د مارچ پر نهمه بیا پیلوي.

البته د نوموړي په خبره، که څه هم سویډن پروسږکال ورسره لاسلیک کړې هوکړې تر مخې خپل مسوولیتونه نه دې پوره کړي.

ترکیې تېر کال په جون میاشت کې تر هغې وروسته دا خبرې ودرولې چې په سټوکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د ډنمارک د ښې لاسي ګوند یوه سیاستوال د قران مجید نسخې وسوځولې.

سویډن او فېنلینډ په ۲۰۲۲ز کال کې د روسیې له خوا پر اوکراین تر حملې وروسته په ناټو اتحاد کې د شاملېدو لپاره درخواست دایر کړی ووخو سویډن په ځانګړې توګه د ترکیې له تمې برعکس له اعتراضاتو سره مخامخ شو.

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فينلېنډ د غړیتوب مخه ځکه نیولې چې دې هېوادونو د ترکیې مخالفو کرد وسله والو ته ځای ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG