د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه د بحث لپاره راتلونکې غونډه به د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.
اردوغان دا څرګندونې د نومبر پر اتمه نېټه په پلازمېنه انقره کې د سویډن له لومړي وزیر اولف کریسترسون سره تر کتنې وروسته وکړې. هغه وویل، بله ګډه غونډه به د سویډن په پلازمېنه سټوکهولم کې وي.
اردوغان زیاته کړه چې دی له زړه په ناټو کې د سویډن غړیتوب غواړي خو زیاته یې کړه چې ترکیه د سویډن په امنیتي اندېښنو پوهېږي نو سویډن هم باید د ترکیې غوښتنو ته ځواب ووايي.
کریسترسون وویل چې سویډن به له ترهګرۍ سره د مقابلې په برخه کې له ترکیې سره پر خپلو ټولو مکلفیتونو عمل وکړي.
ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب مخه ځکه نیولې ده چې دې هېوادونو د ترکیې مخالفو کرد وسله والو ته ځای ورکړی دی.