د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د پېښور زلمي او ملتان سلطانز ترمنځ لوبه کېږي


لوبه د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.
لوبه د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوورونو کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې نن (د فبرورۍ پر ۱۷مه) پېښور زلمي او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخېږي.

په ملتان کې کېدونکې لوبه نن د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږو او د کابل پر پینځه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې پرون ( د فبرورۍ پر ۱۶مه) په کراچۍ کې په سیالۍ کې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ کراچۍ کېنګز لوبډلې وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې جوړې کړې.

اسلام اباد یونایټېډ هغه هدف په ۱۹ اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG