د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د ځمکلاندې بم چاودنه کې ۱ کس وژل شوی دی


پولیس وايي، پېښه په مامومندو کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه په مامومندو کې شوې ده.

پوليس وايي چې په باجوړ کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې يو ځايي کس وژل شوی دی.

دوی وايي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه د ماموندو سیوی کلي جان محمد پیاده روان وو چې ورباندې په لاره کې ښخ ماين وچاودېد او زخمي شو. ځايي خلکو هغه د باجوړ مرکزي روغتون ته اخیستی وو چې په لاره کې يې سا ورکړه.

د وژل شوي کس عمر ۶۵ کاله ښوول شوی دی. پولیس وايي چې د جان محمد کورنۍ تر اوسه پورې د وژنې تور په هېچا نه دی پورې کړی.

په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا په خاصه توګه په قبايلی ضلعو کې وسلوال بريدونه زیات شوي دي چې پرضد يې په بېلا بېلو ضلعو کې ولسي پاڅونونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG