د امریکا یوې جنګۍ الوتکې د کاناډا په فضايي حریم کې یو ناپېژندل شوی شی ویشتلی دی.
دا په تېرو ورځو کې د شمالي امریکا په لویه وچه کې دا ډول دویمه پېښه ده. تر دې یوه اوونۍ مخکې امریکا د چین یوه "جاسوسه پوکڼۍ" ویشتلې وه.
د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو د فبرورۍ ۱۱مې تر پېښې وروسته وویل چې امریکايي او کاناډايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې په فضا کې هغه څیز یا شی ویشتلی دی چې د هوايي مداخلې د مرموزو پېښو د لړۍ برخه بلل کېږي.
ټروډو پر ټوېټر په بیان کې وویل، "کاناډايي او امریکايي الوتکې په بیړه ورغللې او امریکايي اېف-۲۲ ډوله الوتکی په بریا هغه شی وویشت."
د امریکا په الاسکا او د کاناډا په یوکون سیمو کې دا فضايي مداخلې تر هغې وروسته شوې دي چې واشنګټن وویل چې هغه مشکوکه چینايي پوکڼۍ د هغه بالون (پوکڼۍ) له ډلې دي چې امریکايي هوايي ځواک د فبرورۍ پر څلورمه ویشتلې وه.
واشنګټن وايي، هغه پوکڼۍ د نړۍ له پینځو لویو وچو تېرې شوې دي. د ناټو پوځي اېتلاف پر دې پېښو اندېښنه ښوولې ده.
خو بیجنګ د فبرورۍ څلورمې پر پېښې خپګان ښوولی وو او ویلي یې ول چې هغه پوکڼۍ د جاسوسۍ نه بلکې د موسم په اړه د معلوماتو غونډولو لپاره وه چې باد د امریکا لوري ته ورخوځولې وه.