د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمي فلای وايي په هره ممکنه لاره افغانستان کې د ازادۍ راډيو مينه والو ته خپرونې وړاندې کوي


د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو مشر جېمي فلای - پخوانی انځور.
د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو مشر جېمي فلای - پخوانی انځور.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای وایي، افغانستان کې به د ازادۍ راډيو "مینه والو ته له هرې ممکنه لارې خپرونې" وړاندې کوي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ازادي راډیو پښتو او دري ووبپاڼو ته لاسرسی محدود کړ.

جېمي فلای ویلي، کله چې طالبانو د ازادۍ راډیو اېف ایم او منځنۍ څپې وتړلې نو دوی يې په غبرګون کې د خپلې خپرونې ۲۴ ساعته کړې.

د ازادۍ راډیو د فعالیت یو عمده هدف په هغو سیمو کې د بیان ازادۍ ته کار کول دي چې خلک ورڅخه محروم وي.

اوس ازادي راډیو په افغانستان کې د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو پر لنډو څپو او د ماښام له شپږو څخه د سهار تر شپږو پورې په منځنۍ څپو ۱۲۹۶ خپرونې لري.

مشال او ازادي راډیوګانې د ازادې اروپا راډیو څانګې دي. د طالبانو حکومت چې په ډېسېمبر کې د ازادۍ راډیو اېف اېم او منځنۍ څپې وتړلې نو د مشال راډیو منځنۍ څپې خپرونې یې هم وتړلې.

تر هغې وروسته، د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو منځنۍ څپه ۶۲۱ کېلوهرټڅ فعاله کړه او پر هغې څپې یې خپلې خپرونې پینځه ساعته زیاتې کړې. اوس د مشال راډیو خپرونې د نهو پر ځای ۱۴ ساعته خپرېږي.

XS
SM
MD
LG