د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال راډیو د جنورۍ له ۲۷مې خپرونې زیاتې او منځنۍ څپه فعاله کړه


د مشال راډیو په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ کې بدلون نه دی راغلی ــ انځور له ارشيفه
د مشال راډیو په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ کې بدلون نه دی راغلی ــ انځور له ارشيفه

مشال راډیو د اورېدونکو پر بیا بیا غوښتنه د جنورۍ له ۲۷مې څخه خپرونې زیاتې کړې او منځنۍ څپه يې بیا فعاله کړه.

د جمعې له ورځې د مشال راډیو خپرونې د پېښور پر وخت د ماښام له شپږو څخه تر اووه، د ماخوستن له نهو تر ۱۰، د شپې له ۱۱ څخه تر ۱۲ او د سهار له څلورو څخه تر شپږو بجو پورې پر منځنۍ څپه ۶۲۱ کېلوهرټڅ خپرېږي.

د مشال راډیو په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ کې بدلون نه دی راغلی.

اورېدونکي کولای شي چې د پېښور پر وخت د سهار له نهو څخه تر شپږو بجو پورې د مشال راډیو خپرونې پر لنډو څپو واوري.

پر دې سربېره خلک د مشال راډیو د ووبپاڼې او اپلیکېشن له لارې ټولو خپرونو، ویډیوګانو، لیکنو او د اوونۍ کارټون په ګډون نورو مطالبو ته لاسرسی لرلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG