اسماعیل خان وايي حکومت او سیاسي ګوندونه دې د ناامنۍ د مسلې حل ولټوي
په مشال مرکه کې مو د پېښور نومیالی خبريال او شنونکی اسماعيل خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۹۰ز کال راهيسې خبریالي کوي او اوسمهال په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان مدير دی. شنونکی اسماعيل خان وايي، ترهګرۍ خيبر پښتونخوا تر ټولو زياته ځپلې ده او په صوبه کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي. دی وايي، د دې مسلې حل موندل خورا اړین دي ځکه چې پوځي عملیات هم شوي دي او ولس ډېر پرېشانه دی. دی وايي، د ناامنۍ ختمولو لپاره باید حکومت او د سیاسي ګوندونو مشران سره کښېني او یوه کړنلاره جوړه کړي. له اسماعیل خان سره بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
اپرېل ۱۳, ۲۰۲۴
مصدق عزيز وايي عدليې غيرجمهوري قوتونه ته اييني تحفظ ورکړی دی
-
مارچ ۱۰, ۲۰۲۴
ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۴
محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي
-
فبروري ۲۱, ۲۰۲۴
مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي