د لاسرسي ځای

تازه خبر

تامس وېسټ له پاکستانیو چارواکو سره پر ترهګرۍ او د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی


تامس وېسټ وايي، په خپل دوه ورځني سفر کې یې له افغان ښځو سره هم ولیدل - پخوانی انځور.
تامس وېسټ وايي، په خپل دوه ورځني سفر کې یې له افغان ښځو سره هم ولیدل - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ ویلي دي چې په پاکستان کې یې له چارواکو سره د افغانستان په ګډون پر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي د جنورۍ پر ۳۱مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات خونړی برید غندلی دی.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د وېسټ په خبره، هېواد یې "له پاکستان سره د هغه بې حسه برید په غندلو کې یوځای ولاړ" دی.

وېسټ ویلي دي چې اسلام اباد ته یې په دوه ورځني سفر کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر، د افغانستان لپاره د اسلام اباد له ځانګړي استازي صادق خان او د بهرنیو چارو وزارت له سېکرټر اسد مجید خان سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ویلي، په خپلو ملاقاتونو کې یې د "ترهګرۍ" او امنیتي وضعې په ګډون په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغو فرمانونو "پر خطرناکو پایلو" خبرې وکړې چې ورسره سم، بشري مرستو ته د مېلیونونو افغانانو لاسرسی او تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي.

تامس وېسټ زیاته کړې ده چې په اسلام اباد کې یې له "زړورو افغان ښځو" سره هم لیدلي او د هغوی "مهمې غوښتنې" او نظریات یې واورېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG