د افغانستان لپاره د پاکستان او امریکا ځانګړیو استازو لیده کاته کړي دي.
پاکستاني استازي محمد صادق پرون (د جنورۍ ۳۰مه) ناوخته پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره یې په لیدو کې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه ژور بحث کړی دی.
د محمد صادق په وینا، ده د افغانستان له لنډمهاله حکومت سره د ښکېلتیا او له افغان ولس سره د بشري مرستو په برخه کې د پاکستان همکاري په ډاګه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د جنورۍ له ۲۹مې د فبرورۍ تر څلورمې د پاکستان، جرمني او سويټزرلېنډ په سفر دی.