د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: جنوبي افریقې انګلینډ او هند نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه


هندي لوبغاړی، سوريا کمار يادو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
هندي لوبغاړی، سوريا کمار يادو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

هند د کرکټ په يوه شل اووریزه سیالۍ کې نيوزيلينډ او جنوبي افریقې په پنځوس اووریزه لوبه کې انګلینډ ته ماتې ورکړه.

د جنورۍ پر ۲۹مه په لکنوو کې نیوزيلینډ په ۲ اورونو کې ۹۹ رنزونه وکړل. هند دا هدف د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو په اخري اوور کې په داسې حال کې پوره کړ چې يوازې يو بال پاتې وو. سوريا کمار يادو ۲۶ منډې جوړې کړي او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دريوو سیاليوو د دې لړۍ دا دويمه لوبه وه. لومړۍ هغه نيوزيلينډ ګټلې وه. درېيمه به د فرورۍ په لومړۍ نېټه کيږي.

د جنورۍ پر ۲۹مه، د کرکټ په يوه بله سیالۍ کې جنوبي افریقې انګلينډ ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړه او د دريوو لوبو دا لړۍ ویې ګټله. په بلويمفونټېن کې شوې دې پنځوس اووریزه لوبه کې انګلینډ د کوربه هېواد په وړاندې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۴۲ رنزونه وکړل.

جنوبي افریقې دا هدف د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو په اخري اوور کې پوره کړ. د د لوبډلې مشر یې، ټيمبا باوما ۱۰۹ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د دې لړۍ لومړۍ سیالي هم جنوبی افریقې ګټلې وه. د دواړو هېوادونو ترمنځه به درېيمه او اخري سیالي د فرورۍ پر لومړۍ نېټه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG