د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپیګل مجله: جرمني اوکراین ته د ټانکونو لېږدولو فیصله کړې ده


د جرمني د مونسټر په یوه اډه کې پړانګ یا لېپرډ ډولی ټانک د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.
د جرمني د مونسټر په یوه اډه کې پړانګ یا لېپرډ ډولی ټانک د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.

د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ اوکراین ته د پړانګ-۲ (لېپرډ-۲) ډوله ټانکونو استولو پرېکړه کړې ده.

د هغه هېواد شپیګل مجلې د جنورۍ پر ۲۴مه لیکلي دي چې وزیراعظم شولڅ فیصله کړې ده چې نورو هېوادونو لکه پولینډ ته به هم اجازه ورکړي چې اوکراین ته هغه ټانکونه ورکړي.

اوکراین له یوې مودې راهیسې له جرمني څخه د هغو ټانکونو غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم ښايي اوکراین ته د ابرامز نومي ټانکونه ورکړي.

د حکومت ویاند البته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. په سمدستي ډول د اوکراین د دفاع وزارت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

شپیګل مجلې ویلي دي چې د اوسنۍ پرېکړې له مخې د جرمني وسلوال ځواکونه بونډسوېر به له خپلو زېرمو څخه لږترلږه یوه کمپني پړانګ -۲ اې شپږ ټانکونه اوکراین ته ورکړي. په یوه کمپنۍ کې اکثر ۱۴ ټانکونه شامل وي.

مجلې په رپورټ کې زیاته کړې ده چې نور اېتلافي هېوادونه هم غواړي چې کییف ته د خپلو پړانګ – ۲ ډوله ټانکونو په لېږد کې له جرمني سره لاس یو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG