د اوکراين پوځ د جنورۍ پر ۲۱مه د هغه هېواد په ختيځ کې په داسې حال کې د سختو جګړو راپور ورکړی چې روسيوو ځواکونو د يو کلي د نيولو ادعا کړې ده.
په همدې حال کې د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د غرب له خوا د ټانکونو د ورکولو يا نه ورکولو په اړه ويلي چې يوه پرېکړه بايد وشي.
اوکراين له غربي هېوادونو غوښتنه کوي چې د جرمني پړانګ- ۲ ډوله ټانکونه دې ورولېږدوي خو برلېن تر اوسه دا کار نه دی کړی.
د امريکا د ملي امنيت وياند جان کېربي د جنورۍ پر ۲۰مه له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي چې واشنګټن له هېوادونو غواړي چې له اوکراين سره د خپلې وسې مطابق مرسته وکړي.
خو هغه زیاته کړه چې د پړانګ یا لېپرډ – ۲ ټانکونو د ورلېږدولو پرېکړه په جرمني پورې اړه لري.