د اوکراین چارواکي وايي د جنورۍ پر ۱۴مه پر کییف او ځينو نورو ښارونو د روسیې په میزایلي بریدونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي.
په دنیپرو کې چارواکو ویلي چې پر یو اپارتمان د توغندي په برید کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي.
روسیو ځواکونو د کییف ترڅنګ په لفیف، خارکیف، اودیسا، دنیپر کې بریدونه کړي دي.
د اوکراین ولسمشر په دفتر کې یو چارواکي کېریلو تېموشېنکو ویلي چې په بریدونو کې مهمه بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه شوی دی.
دا د روان کال له پیلېدو راهیسې پر اوکراين د روسیې لومړي لوی بریدونه دي. ځايي چارواکو د دې بریدونو په نتیجه کې په مختلفو سیمو کې د بجلۍ او اوبو بندېدو خبرداری ورکړی دی.
د جنورۍ پر ۱۴مه د هېواد په زیاتره سیمو کې د هوايي بریدونو په اړه د خبردارۍ سایرنونه وغږېدل.