د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيو زيلينډ په دويمه کرکټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د نيوزيلينډ لوبغاړي د يو پاکستاني لوبغاړي په اوټ کېدو خوشالي کوي
د نيوزيلينډ لوبغاړي د يو پاکستاني لوبغاړي په اوټ کېدو خوشالي کوي

د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر بابر اعظم وايي د نيو زيلينډ د کرارو یا سپېن بالرانو د ښې لوبې له کبله یې دویمه یو ورځنۍ سیالي وبایلله.

اعظم د جنورۍ پر ۱۱مه په کراچۍ کې د دويمې ۵۰ اووریزې کرکټ سيالۍ تر بایللو وروسته وويل چې کوښښ یې کاوه لوبغاړي یې ژر اوټ نه شي خو د وېکټو ژر غورځېدو له امله یې د نيو زيلينډۍ لوبډلې ټاکلی هدف پوره نه کړای شو.

نیو زيلينډ په دې سيالۍ کې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۶۱ رنز وکړ. پاکستان یې په ځواب کې يوازې ۱۸۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۷۹ منډو وبایلله او په دې توګه د درو ۵۰ اووریزه سیالیو لړۍ په یو، یو مساوي شوه.

د نيو زيلينډ څلورو سپېنرانو د پاکستان پینځه وېکټې او تېزو بالرانو یې درې لوبغاړي وسوځول. دوه لوبغاړي د منډې اخیستو پر مهال اوټ شول.

د نیو زيلينډ ډېوون کانوې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د یو ورځنیو سیاليو د لړۍ وروستۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG