د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې پر بیلبیک هوايي میدان بیا حملې شوې دي


له سویستوپول سره نږدې د روسیې د بیلبیک پوځي هوايي میدان، انځور له ارشیفه
له سویستوپول سره نږدې د روسیې د بیلبیک پوځي هوايي میدان، انځور له ارشیفه

د جنورۍ پر څلورمه د روسیې لخوا د اوکراين په نيول شوي ټاپو کرايميا کې د روسيې د بیلبيک پوځي هوايي ميدان په خواو شا کې چاودنې شوې دي.

د روسیې لخوا ګمارل شوی، د سیواستوپول سمندري ښار مشر ميخايل رازوژايووف پر ټيليګرام ادعا کړې چې روسيو ځواکونو د اوکراين دوه ډرون الوتکې ويشتلي دي. مشال راډيو د دې رپورټ تصديق نه شي کولی.

په بیلبیک کې د روسیې د هوايي ځواک ۳۸مه جنګيالۍ قطعه مېشته ده. دا ځای د ۲۰۲۲ کال په اګست کې هم پر ډرون بریدونو کې په نښه شوی وو. تر هغه وروسته، روسیې په کرايميا کې هوايي دفاع په مسلسل ډول فعاله ساتلې ده.

په همدې حال کې که څه هم کېیف د روسيو ډرون الوتکو په غورځولو کې بریالی شوی خو مسکو د اوکراين پر ولسي زېربناوو (انفراسټرکچر) هوايي حملې جاري ساتلې دي.

مسکو د تیر کال د فبرورۍ له ۲۴ مې په اوکراین بلا اشتعال یرغل پیل کړی او داسې فکر یې کاوه چې دا به لنډ مهاله جنګ وي خو نیږدې ۱۱ میاشتې وشوې او تر اوسه یې خپل اهداف نه دي تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG