د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلنسکي: اوکراين په نړۍ کې د زړورتيا سمبول ګرځېدلی


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پارلیمان ته د کلنۍ وینا پر مهال، ډېسېمبر ۲۸مه، ۲۰۲۲
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پارلیمان ته د کلنۍ وینا پر مهال، ډېسېمبر ۲۸مه، ۲۰۲۲

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۲۸مه د اوکراین پارلیمان ته د کال وروستئ وینا پر مهال وویل چې اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د خپل یووالي او زړورتیا له امله په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی دی.

زېلېنسکي وویل، د اوکراین ملي رنګونه د زړورتیا نړیواله نښه ده. د نوموړي دا تقریر د هوايي برید له وجې د یو ساعت لپاره ځنډول شوی وو. د زېلېنسکي په خبره نړۍ لیدلي چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین د لاسته راوړنو له لارې ازادي ترلاسه کېدای شي. نوموړي د اوکراین دټولو ځواکونو مننه هم وکړه.

د هولوس غږ ګوند غړي یاروسلاف ژیلزنیاک وویل چې د کابینې غړي، د پوځ یو مشر ویلري زالوژني، بهرني سفارتکاران او د اوکراین د وژل شویو دفاع کوونکو د کورنیو غړي د اوکراین پارلیمان ته د وینا لپاره حاضر وو. زېلېنسکي تیره اونۍ واشنګټن ته د خپل سفر په اړه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدنې او د دوامداره ملاتړ لپاره د کانګرس ګډې غونډې ته د هغه د غوښتنې په اړه هم خبرې وکړې.

روس د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بلا اشتعال یرغل پیل کړ. ملګري ملتونه وايي پر اوکراین د مسکو د یرغل له پیل راهیسې تر دیسمبر۲۶مې په هیواد کې د ولسي مرګ ژوبلې شمېر ۱۸۰۰۰ ته نيږدې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG