د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ خلک وايي، حکومت دې په کروندو کې سرکاري ودانۍ نه جوړوي


د باجوړ مرکز خار ته نژدې کرنیزې سیمې.
د باجوړ مرکز خار ته نژدې کرنیزې سیمې.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې د خرکنو کلي خلک وايي، حکومت دې د دوی په کروندو کې سرکاري ودانۍ نه جوړوي.

خرکنو د باجوړ د مرکز خار په شمال کې پرته د سالارزو تحصیل یوه سیمه ده چې د ولس زیاتره برخه یې کروندګر دي چې د نورو فصلونو تر څنګ زعفران هم کري. د دې سیمې یو اوسېدونکي میا سراج الدین مشال راډیو ته وویل چې پولیس او د کمېشنر انتظامیه له ډېرو میاشتو دوی ته وايي چې خپلې مځکې خالي کړي. د ده په وینا، سرکاري چارواکي وايي چې پر دې مځکه به د عدالتونو، زندان او پولیسو لپاره ودانۍ جوړوي.

میا سراج الدین وویل: "دا زموږ د نیکونو ځمکه ده، له دې روزانه دوه درې ګاډي سبزۍ منډیۍ ته وړل کېږي، دوی (چارواکي) وايي، ۷۵۰ کیناله ځمکه مو پکار ده دا راکړئ."

میا سراج الدین وویل چې له دې ابادې کړل شوې مځکې سره نژدې د دوی شاړې او غرنۍ مځکې هم پرتې دي او حکومت باید هلته سرکاری ودانۍ جوړې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د پېښور های کورټ هم په یوه پرېکړه کې حکومت په کرنیزه ځمکه کې د سرکاري ودانیو له جوړولو منع کړی وو.

په باجوړ او نورو قبایلي ضلعو کې تر هغه وروسته د سرکاري ادارو لپاره ودانۍ جوړېږي چې دا سیمې په ۲۰۱۸م کال کال کې د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون له مخې په خیبر پښتونخوا ور ګډې کړل شوې.

تر هغه وروسته د پاکستان د نورو سیمو په څېر دې سیمو ته هم د عدالت، پولیسو او نورو ادارو واک ورغځېدل پیل شو.

خو د ولس پر مځکو د سرکاري ودانیو جوړولو لړۍ تر دې وړاندې او را وروسته د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم روانه ده. د دې تر څنګ په بېلا بېلو سیمو کې د قبیلو تر منځ هم د مځکو پر سره شخړې روانې دي.

د پیښور های کورټ د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د صوابۍ ضلعې د یو اوسېدونکي پر درخواست په اورېدنه کې دا پرېکړه کړې وه. درخواست کوونکی ویلي ول چې انتظامیه د دوی پر کرنیزه مځکه د کارخانو لپاره ځای جوړول غواړي خو دوی د دې اجازه نه ورکوي.

عدالت هغه مهال امر کړی وو چې حکومت دې له خلکو کرنیزې مځکې نه اخلي او که کارخانې جوړوي نو باید چې شاړو مځکو ته لاړ شي.

د خرکنو کلي یو بل اوسېدونکي اکرام مشال راډیو ته وویل چې دوی له تېرو څه باندې ۲۰۰ کالو راهیسې پر دې مځکه اباد دي او اوس یې داسې اباده کړې ده چې په هر ډول کرونده مشهوره ده.
ده وویل: "شاوخوا ۱۵۰ کورونه په دې کې کرونده کوي، څوک پکې مالک دی، څوک په اجاره دی، اوس هم پرې سبزۍ ولاړې دي."

د دې کلي اوسېدونکي وايي دوی د دې مسلې پر سر عدالت ته هم تللي دي او د باجوړ له انتظامیې سره یې هم خبرې کړې دي خو چا یې هم غوښتنه نده منلې.

خیبر پښتونخوا کې د ځمکو پر سر د لانجو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مشال راډیو په دې اړه د باجوړ له انتظامیې سره د هغوی دریځ معلومولو په اړه رابطه وکړه خو هغوی له خبرو ډډه وکړه.

د خار تحصیل بلدیاتي چیرمېن سید باچا مشال راډیو ته وویل چې دوی هم نه غواړي چې د ولس د ګټې وټې پر مځکه دې سرکاري‌ ودانۍ جوړې شي.ده وویل، " له موږ سره نوره ځمکه شته، موږ ورته تیار یو چې د خار اړخ ته ځایونه دي، هلته دې جوړ کړي."

سید باچا زیاته کړه چې دی به په دې اړه له عدالت او انتظامیې سره خبرې کوي چې د ولس په کرنیزه مځکه کې سرکاري ودانۍ جوړې نه شي.

د باجوړ د ولسي پاڅون په تیره غونډه کې هم د خرکنو د کلي د ځمکو یادونه شوې وه. په ناوګۍ کې شوې غونډې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د کروندګرو پر کرنیزه ځمکه سرکاري ودانۍ نه جوړوي.

د باجوړ ولسي پاڅون مشران وايي، دا غوښتنه یې د جنورۍ پنځمې په اعلان کړي لاریون کې د ایجنډا برخه ګرځولې ده.

د یادونې وړ ده چې د باجوړ ولس د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر پنځمه د خپلو غوښتنو لپاره پراخ احتجاجي لاریون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG