د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د مځکو ریکارډ کمپیوټر ته اچوي


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د مځکو د ریکارډ په کمپیوټر کې د خوندي کولو کار يې پیل کړی دی.

د ریونیو صوبايي وزیر شکیل خان د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې په لومړۍمرحله کې په اووه ضلعو کې دا کار سر ته رسوي.

شکیل خان وویل چې له دې سره به د مځکو د ملکیت مسله تر ډېره هواره شي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا ولس وایي چې پهپټواري نظام کې لا هم ګڼې مسلې دي.

د دوي په وینا مځکې په سمه توګه مالکانو پسې نه لیکل کیږي او د دې له وجې د خلکو په منځ کې دښمنۍ جوړیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG