د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي ۶ مېلیونه وګړو ته یې بجلي بحاله کړې ده


اوکرایني انجینران د برېښنا بحالولو چارو پر مهال - د ډېسېمبر ۱۴مې انځور.
اوکرایني انجینران د برېښنا بحالولو چارو پر مهال - د ډېسېمبر ۱۴مې انځور.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي وايي بيړنيو کارکوونکو یې شپږ مېلیونه وګړو ته بجلي بحاله کړې ده.

زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۱۷مه په ويډيويي وينا کې وويل چې برېښنا د اوکراين د انرژۍ پر بېخبنا د روسیې د تېرې ورځې تر بريدونو وروسته، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بحال شوې ده.

نوموړي د روسیې بريدونه "ترهګري" وبلله او و يې ويل چې لا هم په ځينو ځایونو کې د بیارغونې کار روان دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د روسيې ځواکونو د ډېسېمبر پر ۱۶مه د اوکراين پر ګڼو ښارونو تر ۷۰ زیات توغندي وویشتل.

د دې له کبله خلک په سخته یخنۍ کې په کورونو کې د بخاريو چلولو لپاره له بجلۍ او د څښلو له اوبو بې برخې شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG